د شهید سردار محمد داود خان د روغتون په تالار کې د راډیواکټیف توکو په واسطه د ناروغانو د تشخیص او درملنې په اړه سیمینار وړاندي شوو
د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د خپل پلان سره سم دا ځل د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې ددي روغتون هغه ډاکترانو او متخصصینو ته چې له مضره وړانګو سره سروکار لري، او په طب کې د راډیواکټیف موادو د تشخیص او درملنې په موخه د هستوي تطبیق او تکنالوژي د متخصص ډاکتر سبحان الله شاکر سیمینار وړاندي کړ.
په دي پروګرام کې د راډیواکټیف توکو په اړه معلومات د پریزنتیشن، پوسټر او بروشرونو له لاري له ګډون والو سره شریک شو.
د شهید سردار محمد داود خان روغتون د صحي ارګان رییس ډاکتر عبدالستار منګل دا ډول پروګرامونه یو ښه ګام وبلل او د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون نه یې په راتلونکې کې هم ددا ډول پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.