د مارچ اتمه د ښځي نړیواله ورځ د اټومي انرژي عالي کمیسیون په اداره کې
د افغانستان اټومي انرژي عالی کمیسیون په اداره کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه، د اټومي انرژي عالي کمیسیون عمومي رییس ښاغلي ډاکتر طاهر شاران ښځو ته دا ورځ د مبارزي او
پرمختګ یوه ښه ورځ وبلله او د ښځي نړیوالي ورځ مبارکې یې ورکړه.
د مارچ اتمه نیټه هر کال د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د ښځې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږی.
دا ورځ په ټولنه کې د ښځو د درناوی، له دوی سره د مینې، او په ټولنه کې د دوی د حقونو یادونه کوی.
دا ورځ د ښځو په وړاندې د تبعیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاريخي ورځ ده.