د وړانګو په وړاندي دکارکونکو او متخصصینو کارپوهانو د دندي او صلاحیتونو په اړه سیمینار
د افغانستان د اټومۍ انرژۍ عالي کمیسیون د هستوي تطبیق او تکنالوژي رییس ښاغلي قدم علی سلطانی چی په اردن هیواد کې د وړانګو په وړاندي د کارکونکو او متخصصو کارپوهانو دندي او صلاحیتونه او د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي په ملي استراتیژي کې د زدکړو او تحصیل لپاره د متخصصینو صلاحیتي جوړښت تر عنوان لاندي پروګرام کې ګډون کړی وو. د خپلو لاسته راوړنو په اړه د اټومۍ انرژۍ عالي کمیسیون په تالار کې ددي اداري متخصصینو ته سیمینار وړاندي کړ.