ملت ته د دولت د حساب ورکولو راپور

aaehc-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۳:۳۴
ملت ته د دولت د حساب ورکولو راپور

د هستوي انرژۍ ادارې په ۱۳۹۹ هـ ل کال کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور ملت ته وړاندي کړ.

د هستوي انرژۍ اداري معاون زاهدالله زاهد نن یکشنبه ( د کب میاشتې ۱۰ نېټه) د حکومت د رسنیو مرکز کې ملت ته د ۱۳۹۹ کال د کړنو او لاسته راوړنو بشپړ راپور وړاندې کړ.

ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د هستوي انرژۍ اداري د هستوي ټکنالوژۍ د تطبیق او ترویج رئیس نقیب الله اندړ او د هستوي انرژۍ له تطبیق څخه د نظارت رئیس قدم علی سلطاني هم ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي ذاهدالله ذاهد د دولت له لوري ملت ته د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کول یې د غوره او رڼې حکومتوالۍ بنسټیز اصل وګڼه او له دې ډول برنامو د ملاتړ تر څنګ یې د دولت او ملت تر منځ د اړیکو په ټینګښت ټینګار وکړ. زیاته یې کړه، چې په دولتي جوړښت کې یې کار ټولو ته څرګند او په دې اداره کې یې پرمختګونو ته لومړیتوب ورکړی ده.

ښاغلی ذاهد زیاته کړه د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره د دولت یو له ځوانو ادارې واحدونو څخه ده چې اوسمهال ددې تشکیل ۱۶۱ تنو ته رسیږي، مرکزي دفتر سربیره په ولایتونو کې پنځه امریتونه لري چې په هرات، قندهار، مزار، جلال اباد او بامیانو کې فعالیت لري. دا اداره د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس، د هستوي وسلو د منع سازمان، د کیمیاوي او بیولوژیکی وسلو سازمان سره نږدي او هراړخیزه اړیکې لري او په هیواد دننه له غړو وزارتونو او عمومي ریاستونو سره د هستوي تکنالوژۍ تطبیق اوڅارنې په برخه کې همکاري کوي.

ددې ادارې موخې په طبابت، زراعت، صنعت، د بریښنا تولید، کانونو، چاپیریال ساتنه  او په ټولو سوله آمیزو برخو کې له هستوي انرژۍ څخه ګټه اخستل دي. د بیلګې په ډول د طبابت په برخه کې د راډیواکتیف وړانګو په مرسته د سرطان ناروغۍ تشخیص او درمنله، د کرنې په برخه کې د راډیواکتیف وړانګو په واسطه اصلاح شوي تخمونو تولید او د کرهنیزو توکو ساتنه له مضره افتونو څخه، د راډیواکتیف موادو د دوز تعیین په کانونو کې، د ایونایز کونکوتوکو صادراتو او وارداتو کنټرول او د هستوي او ایزوتوپي تخنیکونو کارونه د اوبو په مدیریت کې.د هستوي انرژۍ اداره ددغو کړنو برسیره د کیمیاوي او بیولوژیکی وسلو د منع کنوانسینونو د تطبیق څارنه  هم کوي.

د راپور بشپړ ودیو

Documents

د راپور بشپړ متن (دری)
د راپور بشپړ متن (پښتو)

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته