په بلخ ولایت کې ښونیز پروګرام جوړ شوو

aaehc-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۰:۲۳
برنامه آموزشی در ولایت بلخ دایر گردید.

د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې د هستوي ټکنالوژۍ د ترویج او تحقیق ریاست له پلان سره سم ډاکټر سبحان الله شاکر په طب کې د هستوۍ ټکنالوژۍ تطبیق متخصص د ۱۳۹۹/۰۷/۲۶ څخه بیا د ۱۳۹۹/۰۸/۰۳ پوري ښوونیز پروګرام جوړ کړ.

دا ښوونیز پروګرام د بلخ ولایت په حوزوي روغتون او طب پوهنځۍ کې ګډونوالو ته وړاندي شوو. دا پروګرام د استادانو، متخصصینو، ډاکټرانو، ټکنین کارکوونکو زده کړیالانو او طبي پرسونل لپاره جوړ شوی وو.

په دي پروګرام کې لاندي موضوعات وړاندي شول:

۱.  د شمال زون د هستوي انرژۍ کارپوه انجینر دین محمد لخوا د اداري معارفي.

۲. د هستوي ټکنالوژۍ پیژندنه، په طبابت کې د هستوي ټکنالوژۍ کارونه، راډیولوژیک اضطراري حالاتو ته امادګي، له راډیواکټیف توکو څخه د رامنځ ته شویو ناروغیو تشخیص او درملنه، د راډیولوژیکي امریجنسي په وړاندي د سایکوسوشل عکس العمل په طب کې د هستوي ټکنالوژۍ د تطبیق متخصص ډاکټر سبحان الله شاکر لخوا وړاندي شول.

په یاد پرګرام کې د طبي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو تر څنګ ۱۸۰ ستاینلیکونه او ښوونیز توکې بروشرونه او پوسټرونه هم ډون والو ته ورکړل شوو.

د یادولو وړ ده چې د بلخ ولایت محترم مقام، د عامي روغتیا ریاست، طب پوهنځۍ او ګډونوالو یاد ښوونیز پروګرام ستاینه وکړه او په راتلونکې کې د ورته پروګرامونو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته