په شهرارا تدریسي روغتون کې د رادیواکتیف موادو په واسطه د رامنځنه شوو ناروغیو او ټپونو د تشخیص او درملنې یو ورځنی سیمینار وړاندي شو
د ۱۳۹۹/۰۶/۲۹ نیټې د افغانستان د هستوي انرژۍ اداري لخوا د شهرارا تدریسي روغتون په تالار کې ددي روغتون متخصصینو، ډاکټرانو او طبي پرسونل ته، په طب کې د هستوي ټکنالوژۍ کارونو او ځانګړتیاوو په اړه روزنیز ورکشاپ وړاندي شوو.
یاد ورکشاپ په طب کې د هستوي ټکنالوژۍ د تطبیق کارپوه ډاکټر سبحان الله شاکر لخوا وړاندي شو. ښاغلي شاکر وویل په معاصره نړۍ کې هستوي طب د طبابت په برخه کې ډیر اړین دی، چې اوس د نړۍ په سطحه ډیری ناروغۍ لکه د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنه د هستوي طب په واسطه تر سره کيږي. په طبابت کې یاده کارونه په خپل ځای ښي ګټې لري خو د ناسمي کارونې په صورت کې او یا د راډیواکټیف موادو په واسطه رامنځ ته شوي ټپونه او ناروغۍ ډیر خطرناک کیدلای شي.
په یاد سیمینار کې په طب کې د هستوي تکنالوژۍ کارونه او ځانګړتیاوي، د راډیواکټیف موادو په واسطه رامنځ ته شوي ناروغۍ، ټپونو درملنه او د ایونایزونکو وړانګو تاوان او په وړاندي یې غبرګونونه په اړه ګډونوالو ته سیمینار وړاندي شوو چې یاد پروګرام د ګډونوالو د تایئد وړ او په راتلونکې کې د ورته ورکشاپونو غوښتونه وکړه.