په ننګرهار ولایت کې د عامي روغتیا ریاست کارکونکو، ډاکټرانو او ټکنیشن کارانو ته روزنیز ورکشاپ تر سره شو

aaehc-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۳:۲۶
تدویر برنامه آموزشی برای داکتران، تکنیشن کاران و کارکنان ریاست صحت عامه ولایت ننگرهار

د ختيځ زون هستوي انرژۍ امريت د ۱۳۹۹/۰۹/۱۱ د ننګرهار ولايت مقام په تالار کې د ايونايزونکو وړانګو د  فعاليتونو لکه اکسري، سي ټي سکن او مموګرافي ته د جواز ورکوني او له مضره وړانګو  د ځان ساتني په موخه ورکشاپ وړاندي کړ.  په یاد ورکشاپ کې د ننګرهار مرستيال والي پوهندوي ببرک مياخيل، د ننګرهار ولايت د روغتیا رئيس نصير احمد درانې په ګډون ګڼ شمير ډاکترانو، ټکنیشن کارانو برخه اخستې وه .

د پروګرام په پيل کې اسدالله زاهد د  ختیځ زون هستوي انرژۍ امر د افغانستان د هستوي انرژۍ  لنډ تاريخي بهير، په اوسني وخت کې د هستوي انرژۍ په کارونه او اهميت خبري وکړي او همداراز له ټکنیشن کارانو څخه غوښتنه وکړه تر څو د فعاليت جوازونه تر لاسه کړي.

یاد ورکشاپ کې له وړانګو څخه د ځان ساتنې امر ښاغلي ابوبکر ستوري له مضره وړانګو څخه د ځان ساتنې اصولو په اړه معلومات وړاندي کړل.

د پروګرام په پای کې د ننګرهار ولايت په استاذولۍ پوهندوي ببرک مياخيل ورته سیمینارونه اړین وبلل او هستوي انرژۍ یې د هيواد او ملت د پرمختګ او بقا لپاره ښه وسيله ياده کړه .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته