په هرات ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو

aaehc-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۲:۵۷
تدویر برنامه آگاهی دهی برای محصلین پوهنتون های خصوصی غالب و هریوا در ولایت هرات

د جنوب لویدیځ زون د هستوي انرژۍ امریت په هرات ولایت کې د غالب او هریوا خصوصي پوهنتون د طب پوهنځۍ د ستاژ دوري محصلینو ته د ایونایزونکو وړانګو، مضره وړانګو او له وړانګو څخه د ځان ساتنې تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز سیمینار په دوو بیلا بیلو وختونو کې جوړ کړل.

د جنوب لویدیځ هستوي انرژۍ امریت کارپوهانو له خپل کاري پلان سره سم په هرات ولایت کې د دوو پوهنتونونو د طب د ستاژ دورې ۳۰۴ تنه محصلینو ته د ایونایزونکو وړانګو، مضره وړانګو او له وړانګو څخه د ځان ساتنې په اړه معلومات وړاندي کړل. په دي سیمینار کې یاد موضوعات (د هستوي انرژۍ اداري پیژندنه، د ایونایزونکو وړانګو، مضره وړانګو، له وړانګو د ځان ساتنې او ایونایزونکو دستګاوي) په اړه د جنوب لویدیځ زون د هستوي انرژۍ امریت د کارپوهانو لخوا هر یو ښاغلی عبدالرازق نصرت له وړاندګو څخه د ځان ساتنې کارپوه، اغلې منیژه ملک زاده له وړانګو څخه د ځان ساتنې کارپوه او ښاغلی زلمی توانا له وړانګو څخه د ځان ساتنې کارپوه لخوا محصلینو ته سیمینار وړاندي شوو. او همداراز د پروګرام په پای کې محصلینو ته سرټیفکټونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته