د څلور قلمه ټکنالوژیکې وسایلو تدارکاتي اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د هستوي انرژۍ اداره له ټولو هغو داوطلبانو څخه چې په شرایط برابر وي غوښتنه کوي، تر څو د څلور قلمه ټکنالوژیکې وسایلو ( کمپیوټر سرور، فایروال، د عکاسي پروفیشنل کمره او ۲۰ لب ټاپ کمپیوټرونو) د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د مربوطه شرطنامې د نقل په فلش او یا هم سي ډي کې له دي اداري او یا هم له دي پاڼې او یا هم د تدارکاتو ملي اداري له انټرنیټي ویب پاڼې څخه تر لاسه کړۍ.
خپل افرونه د شرطنامي د شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم سر بسته د اعلان د نشر له تاریخه د ۱۳۹۸ کال د میزان په ۲۴ د سهار تر ۱۰ بجو د هستوي انرژۍ اداري د تدارکاتو امریت ته وړاندي کړۍ. انټرنټي او له ټاکل شوي وخت نه وروسته افرونه د منلو وړ نه دي.
د افر تضمین په افغانیو د ۱۰۳۲۰۰ یو لک دری زرو دوه سوه افغانۍ دي او د افر پرانستنې غونډه د ۱۳۹۸ کال د میزان په ۲۴ د چهار شنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو د هستوي انرژۍ اداري په تالار کې تر سره کیږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندي شمیرو سره په اړیکه کې شي.
۹۳۷۴۵۱۰۰۲۱۴+
۹۳۷۴۴۴۴۱۱۴۵+