د جنوب زون - کندهار هستوی انرژۍ آمریت لپاره نوي امر په کار پیل وکړ

aaehc-af
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۹:۲۸
معرفی آمر جدید آمریت انرژی هستوی زون جنوب – کندهار

د پنجشنبې په ورځ د کندهار ولایت په مقام کې اوونیزه ادارې غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د کندهار والي ښاغلي روح الله خانزاده د کندهار ولایت مقام مرستیال فیصل شیرزی د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم تر څنګ د یاد ولایت ریئسانو، امرینو او ادارې مسؤلینو ګډون درلود.

د کندهار والي ښاغلي روح الله خانزاده لخوا د جنوب غرب زون لپاره د هستوی انرژۍ ادارې نوی امر عیسی محمد احساس چې د ازادي سیالۍ له لارې یاد بست ته بریالی شوی وه ګډونوالو ته ور وپیژندل شو. ښاغلي روح الله خانزاده د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې د لا بریا هیله وښوده. او د هر ډول مرستې ژمنه یې وکړه او له حکومت او هستوي انرژۍ ادارې له مرکزي دفتر څخه یې غوښتنه وکړه چې په یاده برخه کې لا ډیره همکارۍ ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د هستوي انرژۍ امر ښاغلي عیسی محمد احساس ګډونوالو ته د هستوي انرژۍ ادارې په فعالیتونو، موخو او ارزښتونه په مفصل ډول معلومات وړاندي کړل او د ولایت له مقام څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته