د افغانستان د پرمختګ او ځان بساینې په برخه کې د علمي تحقیقاتو رول په اړه کنفرانس کې د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د اجرائیوي او تخصصي بورډ عمومي رئیس ډاکتر طاهر شاران وینا
د سرطان ۱۱ د سه شنبي ورځ، د افغانستان د پرمختګ او ځان بساینې په برخه کې د علمي تحقیقاتو د رول په اړه د ګوهر شاد پوهنتون په نوښت د کنفرانسونو په تالار کې د دي پوهنتون استادانو، څیړونکو او محصلینو ته علمي کنفرانس وړاندي شو.
په دي پروګرام کې میلمانه هر یو: ښاغلی ډاکتر طاهر شاران د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د اجرائیوي او تخصصي بورډ عمومي رئیس، د ګوهر شاد پوهنتون رئیس ډاکتر محمد جواد صالحي، ددي پوهنتون استاد ډاکتر محمد باقر ذکې، محقیقینو او څیړونکو په بیلابیلو موضوګانو باندي هر اړخیزه خبري وکړي.
په یاد کنفرانس کې ډاکتر طاهر شاران د علمي تحقیقاتو په اړیکو او دوامداره پرمختګه په اړه په خاصه توګه د ساینس، تکنالوژۍ او ددي دواړو رول د انسانانو په ژوند او دهیواد د اقتصاد د ښه والې په برخه کې خبري وکړي.
ښاغلي ډاکتر شاران د علمي تحقیقاتو رول د ژوند په ټولو برخو کې اړین وبلل. او وویل د یوه هیواد یا ټولنې پرمختګ او اقتصادي پراختیا د محقیقینو، څیړنکو د هڅو او تحقیقاتي کارونو پایله ده.
په دي کنفرانس کې ډاکتر طاهر شاران په لاندي موضوعاتو خبري وکړي
لومړی برخه – د بشر د ژوند د ښه کیدو په برخه کې د علمي تحقیقاتو ټولیز رول: د صنعتي انقلاب په لومړیو کې بشر دا تصمیم ونیول چې د علم او تکنالوژۍ په کارونې سره طبیعت په خپل ځان لپاره وکاروي تر څو یو ښه او هوسا ژوند ولري.
دي لیدلوري ته په کتو سره پرمختللی هیوادونه او د پرمختګ په حال کې هیوادونه د ساینس او تکنالوژۍ په بیلابیلو برخو کې پانګونه کړي او د دوامداره پرمختګ، اقتصاد او ټولنیز رفاه د ښه کیدو په برخه کې هڅې تر سره کړي دي.
له بلي خوا په دي برخه کې د بشر بې ځایه او ناوړه کارونه په طبیعت کې چاپیریالې ستونزي رامنځ ته کړي دي. د نن ورځي نسل ژوند او طبیعت له لویو ستونزو سره مخ کړی که ننی نسل همدا شان په طبیعت کې بې رقمه او ناوړه کارونه وکړي د ځمکې کره او راتلونکو نسلونو به له نابودۍ سره مخ کړي. دي خطرونو ته په پام سره، د ۱۹۹۰ میلادي کال را په دي خوا د نړۍ په سطح د دوامداره پرمختګ په نامه د انسانانو د یو برخي پرمختګ له چاپیریال ساتنې سره او راتلونکو نسلونو په اړه ډیر ټینګار شوی. د دوامداره پرمختګ په برخه کې د بشر د حال ضرورتونه او د راتلونکو نسلونو ضرورتونه او همدا شان له خطر د خلاصون لاري چاري په پام کې ونیول شي.
دوامداره پرختګ دا تضمین کولای شي چې په ننې عصر کې د منابعو کارونه په چاپیریال کې راتلونکو نسلونو ته هیڅ کوم زیان نه رسوي. له شک پرته د علمي څیړونکو او څیړنو رول، د بشرې ژوند په بیلابیلو برخو کې ښي لاسته راوړنې لري، په تیرو دوه سوه کلونو کې علمي څیړنو په طبیعي او انساني علومو کې د یو ښه پرمختګ سبب شوي. د ساینس او تکنالوژۍ، طبابت، انجینري، ټولنې پیژندنه، ارواه پوهنې او ډیرو نورو برخو کې ښه پرمختګ شوی، د دي علمي تحقیقاتو او څیړنو پر مټ بشر په دي باندي برلاسی شوی چې د کائیناتو او نړۍ په شناخت سربیره دشمسي منظومي رامنځته کیدل، کهکشانونه، په طبیعت باندي حاکمه نیرو او ددي نیرو اړیکې د یو بل سره پیژندل، چې همداراز په ننې عصر کې یې د انسانانو په مډرن ژوند کې دیري اسانتیاوي او ښه والی رامنځ ته کړی.
ساینس او ټکنالوژۍ د فقر او د ناروغیو د کنټرول، د ناروغیو درملنه، د څښاک د پاکو اوبو رامنځته کول، د کرنیزو توکو ډیروالی، د غذایې موادو امنیت او مصئونیت، د ټرانسپورت او مسافرت اسانتیا، د اطلاعاتو سریع انتقال، د انرژۍ تولید په برخه کې منځنی رول لوبوي او په ټولیزه توګه ویلای شو چې ننې نړۍ د ساینس په مټ په یوه کوچنې کلي بدله کړي او د نړۍ د انسانانو بیلا بیل کلتورونه یې له یو بل سره نږدي کړي او په ټولیزه توکه ساینس او ټکنالوژۍ د اقتصادي پرمختګ اصلي موتور او هر اړخیزه رفاه په هیوادونو کې ده. همداراز د ساینس علم د پخوا په شان نه ده چې د خاصو هیوادونو پوري به اړه لري، اوسنی ساینس او ټکنالوژۍ یو لوی نعمت دی د پرمختګ، ابادۍ او د هیوادونو د اقتصادي رشد لپاره چې د میلینونو انسانانو د ژوند د تغیر په موخه که هغه د نړۍ په ډیرو لریو سیمو کې هم وي په کار وړل کیږي.
دوهم – له علمي تحقیقاتو او دوامداره پرمختګ سره د پانګونې اړیکې: هر اړخیز مطالعات ښي چې پانګونه او علمي تحقیقات یو له بل سره ډیري نږدي اړیکې لري په خاصه توګه د هیوادونو د طبیعي علومو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پر مختللي هیوادونه خپله ډیره اندازه بودیجه په دوامداره توګه د تحقیقاتو برخې ته ځانګړي کوي په داسي حال کې چې د پرمختګ په حال کې هیوادونه په دي برخه کې ډيره کمه برخه بودیجه ځانګړي کوي، د مثال په توګه د امریکا متحده ایالاتو او څو نورو اروپایې هیوادونو په ۱۹۸۰ لسیزه کې د هر کس په سر ۲۰۰ ډالره د ساینسي تحقیقاتو په برخه کې پانګونه کړي وه چې لاتینې امریکا بیا د هر کس پر سره تر ۵ ډالره کمه پانګونه کړي وه او نورو غریبو افریقایې او اسیایې هیوادونو د کس پر سر تر یوه ډالر هم کمه پانګونه کړي وه.
د جاپان او جرمنې هیوادنو د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کې او جنوبي کوریا، سنګاپور او تایوان د ۲۰ پیړي په منځ کې او په دي ورستیو کې د چین، هندوستان، مالیزیا او برازیل هیوادنو بودیجه هم د ساینس او تحقیقاتو په برخه کې ډیره شوي. اوسمهال پرمخ تللي هیوادونه خپل د (۳ – ۵.۴) سلنه جې دي پې یا هماغه ناخالصه داخلي تولید یې د ساینسي علومو په برخه کې تحقیقاتو ته ځانکړي کړي او د کم پرمخ تللي هیوادنه بیا یوه فیصده څخه هم کمه بودیجه په دي برخه کې ځانکړي کړي ده. د نړۍ په سطحه هر کال ۱.۷ تریلیون ډالره د ساینس او تحقیق په برخه کې پانګونه کیږي، د نیو ساینس بزنس د راپور په اساس د اوږد مهاله پانګونه د ساینس په برخه کې ۲۰ سلنه ګټه لري.
د یادولو وړ ده چې دا کمه اندازه پانګونه د طبیعي او ساینسي علومو په برخه کې کومه ښه لاسته راوړنه نه لري په داسي حال کې چې پرمخ تللي هیوادونه د ضرورتونو په اساس په دي برخه کې لازمه پانګونه کوي د مثال په توګه اروپایې هیوادونه ددي قاري د تحقیقاتي پروګرام لپاره د ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې ۵۰ میلیارد یورو د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۳ میلادي کلونو تر منځ ځانکړي کړي وه چې ۶ میلیارده یې د روغتیا په برخه کې، یو میلیاد نه ډیر یې د امنیت په برخه کې، د ۲ میلیاردو په اندازه د خوړن توکو او کرنیزه برخه کې، د ۲ میلیاردو په اندازه د چاپیریال ساتنې په برخه کې، ۶۱۰ میلیونه یې د انسانې علومو او اقتصادي او پاته نور یې د سانیس په مربوطه برخې ته ځانګړي کړي وو.
دریم – د نړیوال سازمان د لیدلوري په اساس د تحقیقاتو په برخه کې د پانګونې اهمیت: د نړیوال سازمان په ناسته کې چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوي وه د دوامداره پرمختګ لپاره د نړۍ اهداف په عنوان سند باندي پریکړه وشوه چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پوري د دوامداره پرمختګ لپاره ۱۷ موخې یا اهداف مشخص او تعین شوو.
هغه څه چې ددي سند اهداف لا ښه کړي، علمي تحقیقاتو او څیړنو ته خاصه پاملرنه ده او د نړۍ له هیوادونو یې غوښتې تر څو د علمي تحقیق اهمیت ته دوامداره پرمختګ په برخه کې جدي پاملرنه وکړي
د مثال په توګه: ددي سند د ۹ شمیري موخه یا هدف د ساینسي تحقیقاتو په برخه کې له غړیو هیوادونو څخه داسي غوښتل شوي: ټول هیوادونه په خاصه توګه د پرمختګ په حال کې هیوادونه تر ۲۰۳۰ میلادي کال پوري خپل ساینسي تحقیقاتو ته پراختیا ورکړي او د ټکنالوژي ظرفیتونه د صنعت په برخه کې له ننې عصر سره برابر کړي، اختراع کونکې باید تشویق شي او په هر یو میلیون جمعیت کې د ساینس پوهانو په خصوصي او دولتي برخه کې معلوم او ښه لاسته راوړنه ولري. دا سند ۲۹ مخه لري د فرهنګ کلیمه ۵ ځله د ساینس کلیمه ۱۰ ځله او د ټکنالوژۍ کلیمه ۳۶ ځله پکي تکرار شوي.
څلورم: په افغانستان کې د علمي تحقیقاتو وضعیت: په تاسف سره د علم تولید، په افغانستان کې د علمي تحقیق او څیړنه د نړیوالو اسټنډردنو په نظر کې نیولو سره د صفر په حالت کې دي، همدا شان په افغانستان کې د علمي تحقیقاتو وضعیت ستونزي کولای شو داسی بیان کړو:
اول – په افغانستان کې د علمي تحقیقاتو قوي مرکزونه په نړیوالو استنډردونو شتون نه لري. ډیری څیړنیز کارونه د پروژي په ډول د داخلي او خارجي موسساتو لخوا تر سره کیږي دا په داسي حال کې چې متاسفانه تر دي دمه تحقیق ته په ډیر سطحي سترګه کتل کیږي.
دوهم – د هیواد د پوهنتونونو کتنه، یوازي د تدریس او تحصیلي سند ورکول دي، تحقیقاتي کارونه په پوهنتونونو کې په ډیر کمه اندازه تر سره کیږي په داسي حال کې چې په پرمختللي هیوادونو کې د پوهنتونونو د علمي تحقیقاتو او څیړنې اصلي محور اختراعات او نویزونه دي.
دریم – د افغان پوهنتونونو ډیری مونوګرافونه، د اطلاعاتو کاپي دي او تحقیقي موضوعات یې ډیر کم دي. متاسفانه ډیری مونګرافونه د نړیوالو او منطقوي استنډردونو سره په پرتله د کیفیت او اعتبار له مخې په دیره ټیټه برخه کې دي.
څلورم – د علمي مقالو نه درلودل، د هیواد په ټولو علمي مرکزونو او پوهنتونونو کې په کال کې په ډیره کمه اندازه هم علمي مقالي نه لیکل کیږي چې په معتبرو علمي او نړیوالو ژورنالونو کې په چاپ رسیدلي وي.
پنځم – د پوهنتونونو د استادانو د تحقیقاتي کارونو سره نه علاقه او متاسفانه هغه کسانو چې له هیواده بهر زده کړې کړي دي له راتګ وروسته په هیواد کې یوازي یو استاد پاته شوی، د دوکتورا سند لاسته راوړل یوازي د اخیرین مدرک په توګه ګڼې په داسي حال کې چې د دوکتورا درولودل انسان دي ته اړ کوي چې یو تحقیق په یوازي ځان تر سره کړي، په ډیری هیوادونو کې محقیقن تر دوکتورا پورته زده کړو ته دوام ورکوي.
شپږم - د محقیقینو او څیړنګو تر منځ د اړیکو نه شتون له وزارتونو، دولتي او خصوصي مرکزونو سره، هغه څه چې زه په افغانستان کې وینم په علمي مرکزونو او دولتي ادارو کې د محقیقینو او تحقیقات سره همکارۍ ډیره کمه ده چې دا په پرمختللي هیوادونو کې د پوهنتونونو د تحقیقاتي کارونو په ترسره کولو کې مرتبط د وزارتونو او دولتي نهادونو پوري اړه لري تر سره کیږي او د یو خوځنده موتور په توګه فعالیت تر سره کوي.
اوم – د افغانستان په ادارو او وزارتونو کې د تحقیقاتو مشخص مرکز نه درلودل او یا هم په ډیر غیر فعال او ضعیف حالت کې دي چې دا یو ښکاره خبره ده.
اتم - د علمي کادرونو استخدام په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې د پیچلي بروګراسۍ شتون هم یوه لویه ستونزه ده، چې ددي بروکراسۍ شتون په پوهنتونونو اوعلمي مرکزونو کې د فساد لامل شوي او د مقریانو په برخه کې یې ډیري ستونزي رامنځ ته کړي.
نهم - د پوهنتونونو او محصلینو نه لاسرسی علمي مقالو، تحقیقاتي منابعو او همداراز د لابراتواري امکاناتو او تحقیقاتي تجهیزاتو نه شتون او د پوهنتونونو او علمي مرکزونو د اړیکو نه شتون د دونیا له نورو هیوادونو او علمي مرکزونو سره.
پنځم – په افغانستان کې د علمي تحقیقاتو د توسعي لپاره دعملي لاري چاري
په هیواد کې د علمي تحقیقاتو د پرمختګ او پراختیا لپاره څلورو مهمو او اساسي برخو ته باید ډیر پام وشي:
لومړۍ برخه - د تحقیقاتي کارونو د ترسره کولو لپاره د متخصصي نیرو رامنځته کول: د علمي تحقیقاتو میتودونه او تکلاري خاصو زده کړو او تجربو ته اړتیا لري، د پوهنتون د سند درلودل په دي مانا نه ده چې کس یو ښه محقیق، خلاق او اثر ګذاره ده بلکې په نړیوالو اسټنډردونو برابر یو محقق د لازمو فنونو زده کولو مشاورت او د تکړه استادانو لارښونو، وروستیو تحولاتو او روځنیو څیړنو ته اړتیا لري. نو په دي اساس یو ښه محقق د یو ژور لیدلوري په درلودلو سره د ستونزو د حل په برخه کې د موضوعاتو په طرح کولو کې ښه تاثیر ګذاره وي
اوس مهال د یوه هیواد د علمي تحقیقاتو توان او قدرت د علمي مقالو په اساس چې په معتبرو او نړیوالو مجلاتو کې چاپ شوي دي ښودلای شي. د یو محقق کار یوازي علمي ارزښتونه او د کتابونو لیکل نه شي مشص کولای. د پرمختګ په حال کې هیوادونو سهم د علم په تولید کې د پرمختللي هیوادونو په مقایسه په ډیره ټیټه کچه ده چې دا موضوع د کمي او کیفي علمي مقالو علمي نظریاتو د مقایسي په اساس ارایه شي.
د مثال په توګه: اوسمهال د پرمختګ په حال کې هیوادونه په هر یو میلیون کسانو کې یوازي ۳۰۰ سانسپوهان او انجینران لري چې په پرمختللیو هیوادونو دا کچه ۳۳۰۰ تنو ته رسیږي. په خاص ډول د اسلامي نړۍ مشخص سهم په ننۍ نړۍ کې د علم په تولید کې په ډیره کمه اندازه ده، د اسلامي نړۍ جمعیت چې له ۱.۲ میلیارده کسانو څخه اوړي تر دي دمه یوازي دوه کسه توانیدلي چې د نوبل جایزه د علم په برخه کې تر لاسه کړي، چې یو یې عبدالسلام پاکستانی وو چې د فزیک د ذراتو په برخه کې او بل یې هم احمد حسن زویلاز مصری وو چې ما ورسره له نږدي پیژاندل چې په کیمیا کی یې د نوبل جایزه تر لاسه کړي وه دا په داسی حال کې ده چې یهودیانو د ۱۵ میلینو نفوس په درلودلو سره تر ۲۰ سلنه ډير د علم په برخه کې د نوبل جایزي تر لاسه کړي دي
دوهم برخه – د پراختیا او تحقیق ګټور مرکزونه جوړل: که د نړۍ د پوهنتونونو او تحقیقي مرکزونو کیفیت او تعداد ته وګورو په اسانۍ سره پوهیږو چې پرمختللي هیوادونه د پرمختګ په حال کې هیوادونو په پرتله ډیر زیات ګټور او په اسټنډرد برابر مرکزونه لري له بله پلوه دا مرکزونه د یو هیواد د ضرورتونو په اساس جوړیږي او د هغوۍ تر منځ هماهنګې شتون لري. په ډیری هیوادونو کې چې د پرمختګ په حال کې دي ضرورتونه متاسفانه د کار په لومړیتوبونو کې ځای نه ورکول کیږي او همدارنګه د وزارتونو او نورو ورته مرکزونو تر منځ هماهنګي وجود نه لري چې دا خپله د پرمختګ په وړاندي لوی خنډ ده.
دریمه برخه - د تحقیقاتي کارونو لپاره په پوره اندازه د بودیجې نشتون
لکه څنګه چې مو مخکې وویل د علمي تحقیقاتي په برخه کې د پانګونې او اختصاصي بودیجې رابطه د یو هیواد د دوامداره پرمختګ په برخه کې اساسي رول لوبوي، په داسي حال کې چې د تحقیقاتو ګټه په اوږد مهاله کې وي، سربیره په دي هم پرمختللي او د پرمختګ په حال کې هیوادونو کې د تحقیقاتو او علمي څیړنو په برخه کې محقیقین او څیړوکې تشویق بي نهایته زیات دي.
څلورمه برخه – د علمي تحقیقاتو د پراختیا لپاره د ملي پالیسیو غوښتنه: د پرمختګ په حال کې هیوادونو لپاره دا مرحله تر ټولو اساسي ده، هیوادونه د ضرورتونو په اساس، خپل طبیعي منابع او انسانې نیرو لپاره مشخص پالیسي جوړي شي. متاسفانه د ساینس په برخه کې د هیواد د پرمختللي هیوادونو ۵۵ سلنه د هیواد د ضرورتونو په اساس د ساینس په برخه کې سمه ملي پالیسي نه لري یوازي د ټکنالوژۍ د خریدارۍ په وارداتو سره د ژوند بیلا بیلو برخو د ژوند د اسانتیا لپاره کار تري اخلي.
همداراز د پالیسیو جوړل په یوازي توګه کافي نه ده بلکي باید ددي تر څنګ په ملي سطحه د پالیسیو په اجرا کې سیاسي مرستي هم شتون ولري. ډیری هیوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي لنډ مهاله او اوږد مهاله پالیسیو او پلانونه جوړ کړي خو په اجرا کې یې پاتي راغلي.
له شک پرته علمي تحقیقات په هغه وخت کې کولای شي د دوامداره پرمختګ په برخه کې ګټور تمام شي چې څلور سره ذکر شوي موضوعګانو ته په یو وخت کې پاملرنه وکړي.
د مثال په توګه د امریکا په سلو کې ۷ سلنه خلک د کرنې په برخه کې کار کوي چې په خپل ضرورت سربیره د نړۍ له لویو کرنیزو صادرونکو هیوادونو څخه هم ګنل کیږي. په داسی حال کې چې افغانستان له ۷۵ نه تر ۹۰ سلنې خلک په بزګرۍ اخته دي خو لا هم په میلینونو ټنه خوراکې توکې واردوي.
شپږم – د افغانستان د دوامداره پرمختګ په برخه کې د علمي تحقیقاتو اهمیت: د تحقیق د رول بررسي ته په پام سره په خاصه توګه د طبیعي علومو په برخه کې د هیوادونو د دوامداره توسعي او د پرمختګ په حال کې هیواونه لکه چین او هند افغانستان هم پرته له دي چې په دي برخه کې پانګونه وکړي بله چاره نه لري او یوازي په علمي تحیقیقاتو سره کولای شی له طبیعي منابعو او موجوده ظرفیتونو په ښه توګه د دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره کار واخلي. متاسفانه افغانستان د هغو هیوادونو له ډلي څخه ده چې د علمي تحقیقاتو په برخه کې مشخصي پالیسي نه لري او د تحقیق رول په خاصه توګه د طبیعي علومو په برخه کې د توسعي پلانونه ډیر کمرنګه او یا هم بیخي شتون نه لري. اکاډمیک مرکزونه او ټول هغه وزارتونه چې موخه یې علمي تحقیقات دي ډیر کمزوري او د کار وړ نه دي او په دي برخه کې لازمه همکارۍ هم نشته.
ډیری دا مرکزونه د مسلکي مدیریت د ضعف په خاطر او یا هم د متخصصي کسانو نه درلودل او د تحقیقاتي بودیجي نه شتون له وجه غیر فعال دي او یوازي د دي مرکزونو د یو تعداد پرسونل د سطحي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره معاشونه ورکول کیږي. د ورته مرکزونو جوړل او ظرفیت په نظر کې نه نیول او د نورو مرکزونو سره د ګټورو اړیکو نه درلودل د هیواد ستونزي نشي حل کولای.
د هیواد د اکاډمیکو او دولتي نهادونو د رشد او توسعي لپاره حل لاري
هغه څه چې زه فکر کوم دولت او هغه مرکزونه چې پالیسي جوړوي باید په لومړي قدم کې محقیقین او څیړنګې چې په ټولو برخو کې د اکاډمیکو مرکزونو، ادارو او وزارتونو دقیقه مطالعه تر سره کړي او وروسته یو ډله متخصصین د یوي ملي پالیسي په جوړولو کې د علمي تحقیقاتو په برخه کې په هیواد کې په کار پیل وکړي. په دي لویو ملي پالیسیو کې د انساني منابعو او طبیعي ضرورتونه باید په ښه توګه سره وسنجول شي او په هغه کې د مرکزونو تر منځ د اړیکو جوړښت په ښه توګه ترسیم او د هیواد په دوامداره پرمختګ کې د هر یوه رول مشخص او تعیین شي.
نړیواله ټولنه او د افغانستان مالي مرسته کونکې باید دي برخي ته ډیر پام وکړي او په دي برخه کې په خاصه توګه د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي او انکشافي پروژي له انجویې حالت څخه راوباسي تر څو دا پروژي د دوامداره پرمختګ او د علمي تحقیقاتو او د هیواد د تحقیقاتي مرکزونو د تقویت په برخه کې تر سره کړي.
هغه شرایط او ظرفیتونه چې افغانستان لري کولای شي د تحقیق په برخه کې ښه فعالیتونه تر سره کړي، یعني چې د علم کارول او لاسته راوړنې یې د شته ضرورتونو د حل لپاره په بیلا بیلو برخو کې علمي لاري چاري ارایه کړي.
د افغان دولت چارواکې د تحقیقاتي پروژو لپاره د یو مشورتي بورډ رامنځ ته کول او د هیواد د لویو پالیسیو تنظیم او د یو خاصي بودیجې ځانګړي کول د تحقیق او تحقیقاتي پروژو په برخه کې، د هیواد د دوامداره پراختیا لپاره یو ښه بینا ده، زه ددي مشورتي بورډ جوړول د هیواد د رشد او دوامداره پرمختګ لپاره اساسي حل لاره بولم.