د اټومي انرژي عالي کمیسیون په اداره کې د راډیواکټیف موادو آلودګي او تغذي علمي سیمینار

aaehc-af
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۵ - ۱۴:۴۲
AAEHC

د ۱۳۹۷/۰۹/۰۷ تاریخ د راډیواکټیف موادو آلودګي او تغذي علمي سیمینار د افغانستان د آټومي انرژي عالي کمیسیون په اداره کې د کابل پوهنتون د کرهڼي پوهنځي د استاد محترم پوهنمل ډاکتر محمد داود حیدري لخوا تر سره شو.

ډاکتر محمد داود حیدري د USAID بورسیو په مرسته د هند په بنګور کې د کرهنيزو علومو UIS په پوهنتون کې د ماسټري سند تر لاسه کړي. او په ۲۰۱۴ کې د جایکا موسسي په مرسته د تحصیل د دوام لپاره د جاپان هیواد ته لاړ او د چاپیریالي ستونزو په برخه کې یې د راډیواکټیف موادو ککړتیا او تغذي په اړه تحقیق تر سره کړ چې پوهنمل ډاکتر حیدري د فوکوشیما په پیښه کې د راډیواکټیف موادو د اثراتو بررسي په خاوره او بوټو کې د خپلي د دوکتورا تیزیس وړاندي کړ او د دوکتورا سند یې د توکیو پوهنتون څخه  لاسته راوړ.

ډاکتر محمد داود حیدري له یولسو کلونو را په دي خوا د کابل پوهنتون اکاډومیک غړی ده، او په افغانستان کې د ابو لګونې او خاوره پیژندنه کې تدریس کوي. هغه تر دي دمه تر ۴ ډیري علمي مقالي په نړیوال ژورنال کې لري او څو نوري علمي مقالي یې چې مشخصآ په افغانستان کې د راډیواکتیف موادو د بررسي په اړه دي تر کار لاندي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته