د ولایتي زونونو تخنیکي او تخصصي کارکونکو ته د هستوي ټکنالوژۍ د اساساتو، تطبیقاتو او مقرراتو روزنیز پروګرام

aaehc-af
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۰:۴۴
د ولایتي زونونو تخنیکي او تخصصي کارکونکو ته د هستوي ټکنالوژۍ د اساساتو، تطبیقاتو او مقرراتو روزنیز پروګرام

د هستوي انرژۍ اداري د ولایتي زونونو کارکنوکو ته د ظرفیت او مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه د هستوي ټکنالوژۍ د اساساتو، تطبیقاتو او مقررو تر عنوان لاندي روزنیز پروګرام، چې د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشت په لومړۍ نیټي د هستوي انرژۍ اداري په مرکزي تالار کې تر سره شوو.

دا پروګرام د هستوي انرژۍ اداري د عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر طاهر شاران په خبرو پیل شو، ښاغلي شاران د ساینسي موضوعاتو په اړه، په افغانتستان کې د هستوي انرژۍ اداري په اهمیت او ضرورت په دوامداره پرمختګ، د انسانانو او چاپیریال ساتولو حفاظت او مصونیت، د هستوي وړانګو او راډیواکټیف منابع، د بریښنا تولید، صنعت، طبابت، کرنې او اقتصادي پرمختګ یې ډیر اړین وبلل او د هیوادونو د پرمختګ پر عواملو او خبري وکړي. ښاغلي شاران زیاته کړه د هر هیواد پرمختګ د هر هیواد په علمي او اکاډمیکو تحقیقاتو، انرژي او هستوي ټکنالوژي پوري تړلي ده

که څه هم افغانستان د متخصصي بشري قوي او امکاناتو له کمښت سره هم مخ ده. افغانستان د ساینس او ټکنالوژي په اساس د کرنې، طبابت، صنعت، امنیت او د انرژۍ د تولید په برخه کې لا ډیرو فعالیتونو ته اړتیا لري.

محترم داکتر طاهر شاران

ډاکټر طاهر شاران دا شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ګډونوالو د ظرفیت او مسلکي مهارتونو د لوړولو، د اداري کاري چارو لا ښه توب، ، له عصري تخنیکونو سره د کارکونکو بلدیت یې اړین وبلل او له مرکزي او ولایتي کارکونکو څخه یې غوښتنه وکړه څو په صادقانه ډول خپلي دندي ترسره کړي، همدارنګه د هستوي انرژۍ اداري تول فعالیتونه یې ددي اداري د قانون، مقرراتو او نړیوالو معیارونو په اساس تر سره کړي.

هغه علمي پریزینټیشنونه چې د مرکزي اداري د متخصصینو له خوا وړاندي شول:

۱ – د هستوي فعالیتونو او ایونایزونکو وړانګو د منابع څیړنه اونظارت – محمد یونس حسیني

د ایونایزونکو وړانګو هستوي فعالیتونو د څیړلو او نظارت په دي پریزنټیشن کې چې ګډونوالو ته وړاندي شو، د هستوي انرژۍ اداره، د هستوي انرژۍ قانون په اساس د هیواد په سطحه ټول هستوي فعالیتونو د نظارت او څیړلو حق لري. له نظارت او څیړلو څخه موخه په هستوي سولیزو فعالیتونو کې او د هستوي انرژۍ قانون په چوکاټ کې د دي اداري اطمینان حاصلول دي، د نظارت او څیړنو پروګرام د وړانګو د منابع د فریکونسۍ دنوعیت په اساس، د پیدا شویو مواردو په اړه تصمیم نیول، د راپور جوړول او د نظارتي پروګرام سره سم ترسره کیږي.

۲ – هستوي فعالیتونو او د منابع د تنظیم برخه (Regulatory Body)– ابوبکر ستوری

د ایونایزونکو وړانګو د منابعو له ډلې راډیواکټیف مواد او د ایکس وړانګو د تولیدونکي ماشینونه په بیلا بیلو برخو کې لکه ساینس، تحقیقات، صنعت، طبابت، چاپیریال او ډیری علمي او سوداګریزو برخو کې په کار وړل کیږي. که چیرته دا منابع په سمه توګه ونه کارول شي د انسانانو او چاپیریال لپاره یو جدي خطر کیدلای شي او په داسي حالت کې دوه ډوله بیولوژیکي اثرات رامنځ ته کولای شي.

لومړی: (Deterministic Effects)فوري اغیزې دا ډول اغیزي هغه وخت رامنځ ته کیږي چې یو کس په لنډ وخت کې ډیر دوز جذب کړي چې معیاري حد دوز (Threshold limit) مشخص وي چې له هغه پورته دوز اخستلو اغیزېیې بیلا بیل بیولوژیکي اختلالات رامنځ ته کوي او شدت یې د لوړ دوز مقدار ته رسیږي. د بیلکې په توګه د ویښتانو تویدل، د پوستکي سوځیدل، خستګي، اسهالات او په لوړ دوز کې حتي د مړینې سبب کیږي.

دوهم: (Stochastic Effects) احتمالي اغیزې: ددي اغیزو د ښکاره کیدلو لپاره کوم معین دوز شتون نه لري چې کیدای شي په کم اندازه دوز سره هم را ښکاره شي. چې دا احتمالي اغیزې په طولاني وخت سره حتی په راتلونکو نسلونو کې راښکاره کیدلای شي اودا احتمال شته چې د دوز مقدار لوړ شي او اغیزې هم رامنځ ته کړي لکه د بیلابیل سرطانونو او یا هم په نوي پیدا شويو ماشومانو کې د سؤ شکل رامنځ ته شي.

محترم ابوبکر ستوری

۳ – په صنعت کې د هستوي ګیجونو کارول – عوض دانش

د هستوي انرژۍ اداري یوه عمده موخه د هستوي انرژۍ او تخنیکونو کارول په صنعتي چارو کې ده، له شک پرته د صنعت په برخه کې د هستوي انرژۍ او صنعتي ایزوتوپونو کارونه له هیچا پټه نه ده او هستوي تخنیکونو کارونه ورځ تر بلي مخ په ډیریدو دي. د نړۍ پرمخ تللي صنعتي هیوادونه په دي برخه کې لوي پانګونې کړي او د ښو لاسته راوړنو شاهدان دي. د هستوي انرژۍ اداره د هستوي قانون مقرراتو او همداراز د نړیوال اټومي اژانس د معیارونو په پام کې لرلو سره هڅې تر سره کوي تر څو په هیواد کې د صنعت په برخه کې د هستوي انرژۍ او تخنیکونو تر لاس لاندي ونیسي او د هیواد په تخنیکې او صنعتي ادارو او بنسټونو ته هستوي تخنیکونو وړاندي کړي.

هستوي ګیجونه:

هستوي ګیجونه له هغه توګو او وسایلو څخه عبارت دي، لکه په عمراني یا سیول عملیات، تیل، کانونه، کرنه او لرغونپوهنه کې ډیر په کار وړ کیږي، دا دستګاه د وړانګو د تولید له یوي منبع څخه جوړه شوي چې په مستقیمه توګه وړانګې خپروي او د حسابونکې درلوندنکی ده چې د تجزیه شوي مادي او د ذراتو تعداد چې له وړانګو څخه تیریږي حسابوي او د همدي محاسبې په اساس د کثافت اندازه معلوموي او د مادي دننه جوړښت هم مشخص کوي.

په دي تخنیکونو کې د کارول شویو  راډیواکټیف او ایزوتوپونو منابع:

عمده راډیواکټیف منابع چې په دي تخنیکونو کې په کار وړل شوي.

په دي تخنیکونو کې کارول شوي راډیواکټیف منابعا

Neutron

Beta

Gamma

Americium-241/beryllium

Plutonium-238/beryllium

 

Krypton-85 (encapsulated gas)

Strontium-90 (foil source)

Promethium-147 (foil source)

Caesium-137

Cobalt-60

Americium-241

 

صنعتي موخې:

په ټولیزه توګه له هستوي ګیجونو څخه د دوو موخو لپاره په صنعت کې کار اخستل کیږي:

لومړۍ موخه: د صنعتي پروسو د کنټرول لپاره د هستوي ګیجونو کارول: لکه د کثافت اندازه کول، د سطح اندازه کول او د رطوبت اندازه کول.

دوهمه موخه: د کیفیت د کنټرول لپاره د هستوي ګیجونو کارونه لکه د ضخامت د کیفیت کنټرول او د صنعت په برخه کې د سطحي اندازه کول.

د هستوي ګیجونو د کارونې ساحه:

د بیلابیلو ایزوتوپونو په کارونې سره د راډیواکټیف موادو او هستوي وړانګو په کارونې سره کولای شو په ډیر سرعت سره د کیفیت کنټرول او دقیقي اندازه، دا تګلاره د یوي مناسب روش په توګه استفاده کړو چې د پیسو او کیمیاوي موادو له بیځایه مصرف څخه مخنوی وشي په دي اساس ددي تخنیکونو کارونه د د سطحي، ضخامت، خاوري رطوبت، پلاستیکي نازکو لایو، فلزي صفحاتو، د نفت صنایع، ګاز،کیمیاوي کارخاني، د نفت او ګاز صنایع، پیپ جوړولو صنایع، د لرګیو او کاغذ صنایع، د موټر جوړولو صنایع، رنګ، سیمټ، د سړکونو جوړول، د کرنې او ځنګلونو د خاوري د تنظیم علمي اطلاعاتو راټول او په نورو ډیرو صنعتي برخو کې د استعمالیږي.

هغه وزارتونه او اداري چې له دي تخنیکونو څخه استفاده کوي:

د ښارجوړونې او پراختیا وزارت، عامه ګټو وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې، مالدارۍ او ابو وزارت، د بریښنا وزارت، کانونو او پطرولیم وزارت، انجینري پوهنتون، د جیولوژي سروي عمومي ریاست، ښاروالۍ، د نرم او سټنډرډ ملي اداره او همداراز په صنعتي او کیمیاوي کارخاني، سړک جوړونې کمپنۍ، د ګاز او نفتو د څاګانو کمپنۍ، د نوشابو جوړولو کمپنۍ او ورته نورو برخو کې په کار وړل کیږي.

په اوس وخت کې پرمختللي او صنعتي هیوادونه له دي تخنیکونو څخه په پراخه کچه استفاده کوي، په یادو برخو کې د هستوي ګیجونو کارونه هم د کیفیت د کنټرول په برخه کې تاثیر لري او د مصرف په کمښت کې ډیر مهم رول لري.

۴ – دوړانګو پیدا کیدونکې وسایل، کارول او فعالیت – محمد عثمان حسن زی

د وړانګو پیدا کیدونکې وسایلو کارول د راډیواکټیف، هستوي موادو او ایونایزونکو وړانګو د تشخیص په برخه کې ډیر زیات رول لري او همدارنګه دا وسایل د راډیواکټیف موادو د منبع د دوز د قدرت او د خپري شوي انرژۍ اندازه لپاره په کار وړل کیږي.

چې مونږ کولای شو د لاندي څلور وسایلو په اړه معلومات وړاندي کړو:

۱- RadEye PRD      ۲ -  PackEye         ۳-  Inspector 1000           ۴- Radiagem 2000

لومړی – PRD : دا وسیله یوازي د ګاما وړانګو لپاره په کار وړل کیږي، چې دا وسیله د اشخاصو د جزب شویو وړانګو د دوز د نظارت لپاره کارول کیږي دا وسیله د دیټکټور Nal(T1) درلودونکې ده چې د خاصو هستوي موادو (SNM) او RDD’s به وړاندي ډیر حساس دي. ددي وسیلې دوز 0.01 Sv h-1 تر 250 Sv h-1 دی او ددي وسیلي محدوده انرژي 30 KeV- 1.3 Mev ده.

دوهم – PackEye: دا وسیله په پراخو ساحو کې د ګاما او نیوټرون راډیواکټیف منابعو د پیدا کولو لپاره په کار وړل کیږي. د پلټوکې کس د حفاظت په موخه باید د PRD دستګاه یا د ګاما وړانګو حساسه وسیلي Packeye   د منبع د پیدا کولو لپاره کارول کیږي. د پګای په واسطه کولای شو طبیعي او مصنوعي منابع یو له بل سره تفکیک او تشخیص کړو. ددي وسیلي د انرژۍ ځواب 50 KeV- 3 MeV ده او همدارنګه دا وسیله دوه تیوبه لري.

 

دریم - Inspector 1000: دا وسیله د پلټلو او مسوون کیدو لپاره په کار وړل کیږي دا وسیله د ګاما وړانګو فعالیتونو د پیژندلو لپاره چې تر نارمل سطح لوړ وي او په عمومي یا ساحوي سروي کې د منبع دقیق ځای پیدا کولو لپاره په کار وړل کیږي. دا وسیله د Inspector 1000 Neutron په نامه د اختیاري قابلیت درلودونکې ده چې په لاندي برخه کې تري استفاده کوو.

  • کله چې د نیوټرون یه یوه منبع باندي شکمن شو.
  • کله چې د نیوټرون موجودیت امکان وي.
  • کله چې د خاصو هستوي موادو موجودیت امکان وي.

Inspector 1000  سربیره په دي د Nal ډیټکټور درلودونکې ده. د ګاما وړانګو د پیژندلو په برخه کې ډير ګټوره ده. د Inspector 1000 پایلې یوازي له ۲۵ سانتي متر څخه د اعتبار وړ دي. دا وسیله د راډیواکټیف موادو د پیژندلو قابلیت لکه پاته شونې، طبیعي مواد یا NORM او SNM دي کولای شو هغه راډیواکټیف مواد چې ددي وسلیي په ډیټابیس کې ثبت دي بدلون راولوو. ددي وسیلي محدود دوز د Nal ډیټکټور او یا CM ټیوب په وسیله له Sv/hr0.01 تر 10 mSv/hr ده او ددي وسیلي د انرژۍ محدوده د له 50 KeV تر 3 MeV پوري ده.

څلورم - RadiaGem 2000: دا وسیله د محیطي ګاما H*(10) د معدل دوز د میزان د سنجش لپاره ICRU 39 په اساس تر سره کیږي.

دا وسیله د بیلابیلي پرابونو درلودونکي ده چې بیلابیلي دندي پر مخ وړي لکه:

۱ – سودیم آیوداید پراب SG-2R

۲ – الفا، ګاما او بیتا پراب

۳ – SABG-15 پراب او SABG-15+ الفا، بتا، ګاما

۴ – د الفا/ بتا د الودګۍ پراب SAB-100

۵ – تلسکوپی پراب TELE STTC ګاما په لوړ دوز سره

 

سودیم ایوداید پراب -SG-2R: دا پراب د محیطي ګاما او د ګاما د لوړ حساسیت لپاره په کار وړل کیږي.

الفا، بتا او ګاما پراب: دا پراب د الفا، بتا او ګاما سطحي الودګي د سنجش لپاره په کار وړل کیږي لکه پرسونل، سامانونه، کار ساحه او کثافت.

د الفا، بتا او ګاما پراب SABG-15 و SABG-15 : دا پراب د الفا،بتا او ګاما د وړانګو د منابع د الودګۍ د تحقیق لپاره په کار وړل کیږي.

د الفا/بتا د الودګۍ پراب SAB-100: دا پراب د دری ډوله وړانګو سنجش امکان لري

تلسکوپی پراب TELE STTC هغه ګاما چې د لوړ دوز لرونکی وي: دا پراب یوازی د ګاما د لوړ دوز د سنجش لپاره کارول کیږي.

 

۵ -  د کرنې په برخه کې له هستوي تخنیکونوڅخه کار اخستل – محمد صابر

د کرنې په برخه کې د هستوي تخنیکونو په کارونې سره مونږ کولای شوي ښې لاسته راوړنې ولرو، په دي تګلاري سره کولای شوي د نباتي بوټي اصلاح او همداراز په بوټو کې جینیټکې تغیرات رامنځ ته کړو، په خاوره کې تغیراتو راوستل او حاصل ته جوړل، د خاوري د رطوبت معلومول، په نباتاتو کې د سرې د مصرف د تاثیر تعینول، د حشراتو پیژندنه او د افتونو کنټرول، د کرنیزو توکو د ساتلو د وخت ډیرول او له خرابیدلو څخه یې مخنیوی او همدارنګه په حیواني علومو کې د هستوي انرژۍ کارونه ( د حیواناتو د ناروغیو تشخیص، ورته دولید، د نژاد تغذیه او اصلاح او د حیواني محصولاتو ساتنه).

۶ – د غاښونو راډیولوژي ـ امان الله سیرت

د غاښونو راډیوګرافې په مډرنه او صنعتي نړۍ کې معموله اکسري معاینات دي که څه هم د غاښونو د راډیولوژي وړانګو دوز ډیر کم او په ډیره کمه اندازه داوړانګې خطر لري خو بیا هم کوم معاینات چې ترسره کیږي ډیری په ځوانانو کې تر سره کیږي. د اکسري تجهیزات یا وسایل د خولي دننه راډیوګرافي له small intra oral non screen له فلمونو او یا هم د پري اپیکال راډیوګرافي څخه کار اخستل کیږي.

۷ – په دستګاوو کې دیټکټورونه او واحدونه – نعمت الله بینش

په دي پریزیټیشن کې په دستګاوو کې د ډیټکټورونو او واحدونو په اړه معلومات وړاندي شول، د Pacheye, Radiagem2000, PRD،Inspector1000 دستګاوو کې ډیری ډیټکټورونه لکه ګایګر – مولر G-M، ډیټکټور سنټیلیشني او ډیټکټور نیوټروني څخه کار اخستل کیږي او په ټولیزه توګه ددي ډیټکټورونو فعالیت بیل دی.

۸ – د جواز لیک او اجازه لیک د صادرولو پروسه – سید نعیم شهاب

په دي پریزینټیشن کې چې د هستوي فعالیتونو د تنظیم یو اساسي برخه ده یوه وظیفه یې د جوازلیک او اجازه لیک صادرول دي، چې ګډونوالو ته یې په اړه معلومات ورکړل شو او دا پروسه د بیلابیلو مرحلو درلودونکې ده.

لومړی- په لومړي سره کې غوښتونکی باید د ځانګړو فورمو په ډکولو سره خپله غوښتن پاڼه وړاندي کړي.

دوهم- د اسنادو له پروسس څخه وروسته جوازلیک او اجازه لیک ورکول کیږي، جوازلیک او اجازه لیکپه خپل منځ کې توپیر سره لري چې داسي یې تعریف کولای شوو.

جوازلیک: رسمي لیکل شوی سند ده چې د هستوي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د اداري له خوا د هستوي انرژۍ د قانون او مقرراتو سره سم ورکول کیږي لکه د هستوي فعالیتونو جواز او د وړانګو د منابع د تهیه کولو جواز.

اجازه لیک: رسمي لیکل شوی سند دی چې د یو خاص هستوي فعالیت د تر سره کولو لپاره د اداري له خوا د هستوي انرژۍ د قانون او مقرراتو سره سم د یو خاص عمل لپاره غوښتونکې ته ورکول کیږي.

۹ - د هستوي تکنالوژۍ د کارونه په طبابت کې - داکتر سبحان الله شاکر

هستوي تکنالوژي په یوه  اتومي هسته کې د هستوي تعاملاتو په غبرګونونو مشتمله وي، نن ورځ د ټولو موجوداتو ژوند په یو ډول نه یو ډول د یادو غبرګونونو تر اغیزې لاندې دي، په ټوله کې ویلای شو چې له یادې ټکنالوژۍ څخه په صنعت، کرنې، امنیت، بریښنا تولید او طبابت په برخه کې د هستوي انرژۍ څخه کار اخستل کیږي

په طبابت کې بیا د سترو بدلونونو راوستلو سره د ژوند تر هر اړخه مخکې ځای لري مثلا د ناروغیو د تشخیص او درملنې تر څنګ تحقیق او د طبي توکو په تعقیمولو کې کارول کیږي. د وړانګو په مرسته پیژندنه او درملنه چې راډیو دیاګنزوس او راډیوتیراپي یې بولي، مختلف ډولونه لري. هستوي طب د هستوي تکنالوژۍ معاصره طب دی چې نه تنها په اناتومیک شکل بلکې فزیولوژیکي بڼې سره هم ناروغۍ تشخیصوي، راډیوتیراپۍ بیلابیل ډولونه شتون لري چې د برکې تیراپي، ټیلو تیراپی ډولونه یې پخواني او اوسنی معاصر ډول یې د لینیک ماشین په مرسته د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنه تر سره کیږي.

۱۰ – د راډیواکټیف فاضله موادو مدیریت – لطیفه نظری

ټوله هغه مواد چې د ګاز، مایع او یا همپه جامد حالت کې وی او له مجاز حد څخه یې د راډیونکلئویدونو (Exempt Level)لوړ وي او له هغو څخه د دوهم ځل لپاره کار نه اخستل کیږي راډیواکټیف فاضله مواد بلل کیږي. هر هغه فعالیت چې په کې راډیواکټیف مواد ښکیل وي، یا دا چې نور عادي موادو ور باندي ملوث شي، یا راډیواکټیف موادو کثافت چې په طبعیت کې شتون لري. چې په ټوله کې دری ډوله فعالیت دي چې فاضله راډیو اکټیف مواد تولیدوي: هستوي فعالیتونه ، په کانونو کې فعالیت او د راډیوایزوتوپ تطبیق دي.

فاضله راډیواکټیف مواد ژوندي موجوداتو او چاپیریال ته ډیر خطرناک دي نو په دي اساس سره باید په سمه توګه مدیریت شي. د راډیواکټیف فاضله مواد سم مدیریت مونږ دا مواد په دریو کټګوريو ویشو لومړی ټیټه سطحه دوهم متوسطه سطحه دریم لوړه سطحه. د موادو د کټګورۍ په نظر مواد راټولوو طبقه بندي کوو او بلاخره یې خښوو.

۱۱ - کثیف یا ناوړه بمونه یا د راډیولوژیکي خپرونکي وسیله – ثناء الله ثنا

په دي برخه کې د کثیف یا ناوړه بم د کار تګلاره، ډولونه، په خلکو او چاپیریال د هغه ناوړه اغیزې، له انفجار وروسته لومړنې اقدامات، د جوړولو موخه، له انفجاره وروسته د سیمي د سروي تګلاره او د سروي لپاره د استفادي وړ وسایلو او د فرد محافظتي  تګلاره تشریح شوه

په طبیعت کې موجود راډیواکټیف مواد

په دي برخه کې په طبیعت کې د موجوده راډیواکټیف موادو معرفي وشوه، هغه فعالیتونه چې د هغه د غظلت د ډیریدلو سبب کیږي، د کار په وخت کې په هغه اخته کيدل، ددي موادو د اندازه کولو معمولي تګلاره او د ساحاتو سروي په نوموړي موادو سره بحث تر سره شو.

د راډیواکټیف منابع فزیکي ساتنه

په دي برخه کې د راډیواکټیف منابعو د خونديتوب او امنیت تګلاري، فزیکي محافظت تګلاره او د نا محفوظه منابعو د ستونزو په اړه ګډون والو ته معلومات وړاندي شول.

۱۲ – بي سرپرسته راډیواکټیف منابع – میرزا محمد ذاهد

راډیواکټیف منبع: یو راډیونوکلئید د پام وړ اندازه راډیواکټیف منبع ده چې ایونایزونکې وړانګې خپروي، په معموله توګه یو یا څو نوع وړانګې ګاما، بتا، الفا او نوترون خپروي.

بی سرپرسته راډیواکټیف منابع: لکه څنګه چې په بیلابیلو وختونو کې راډیواکټیف منابع په کار وړل شوي دي، له ګټو سره سره د ناسم مدیریت په درڅ کې او یا هم له کنټرول څخه د وتو په حالت کې ژوندي موجوداتو او چاپیریال ته جدي ستونزي پیښولای شي نو په دي اساس بي سرپرسته راډیواکټیف منابع د انسانانو او چاپریال په وړاندي یوه ډیره اړینه موضوع ده

۱۳ - هستوي سیفګارد – میرزا محمد ذاهد

له هستوي سیفګارد څخه مفهوم په سولیزه توګه له هستوي موادو او موسساتو څخه ګټه اخستنل او له هغوۍ څخه نظارت، بیا کتنه او اطمینان حاصلول دي.

د هستوي سیفګارد موخه: د هستوي وسلو، هستوی موادو او ټکنالوژۍ له خپریدلو یا انتشار څخه مخنیوی، چې دا کړنه په دو تګلارو سره تر سره کیږي. تضمین چې په نړیوالو ژمنو ولاړ وي. چې په پایله کې یې اعتماد رامنځ ته کیږي. دوهم د هستوي موادو او ټکنالوژۍ له ناسمي کارونې ژر تر ژره تشخیص ده. سیفګارډ د نړیوال اژانس له نظارتي مقرراتو څخه عبارت ده چې د اژانس له خوا جوړ شوی.

۱۴ – تحقیقاتي ریکټور او کارونه یې – بشیر احمد احمدزی

هستوي انشقاق یاد هستې چاودنه، هستوي عکس العمل دی چې په دي اساس یوه درنه هسته په دو هستو تجزیه کیږي کله چې هستوي انشقاق رامنځ ته کیږي ډیره انرژي تولیدیږي، چې دا عمل په ځنځیري ډول دوام پیدا کوي او که کنټرول نشي جاودنه رامنځ ته کوي په ریکټورونو کې هستوي انشقاق یا عملیه په کنټرول حالت کې تر سره کیږي. په اوسنې وخت کې له ریکټورونو څخه په سولیزه توګه ګټه اخستل کیږي لکه د بریښنا تولید چې په ریکټورونو کې د هستوي انشقاق په صورت کې رامنځ ته کیږي او د انرژۍ یوه ښه منبع ده او همدارنګه راډیواکټیف ایزوتوپونه. په هره عملیه کې چې د ۲۳۵ یورانیمو انشقاق دی تقریبآ ۲۰۰Mev انرژي تولیدوي.

۱۵ - د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده (CTBT)– نسرین ولی

د هستوی ازمایښتونو د منع معاهده چې یوه څو اړخیزه رسمي معاهده ده، چې د دولتونو تر منځ د هستوي ازمایښتونو په پوره توګه د منع او مخنیوي ( سولیز او غیر سولیز) پکي ځای پر ځای شوي رامنځ ته شوي.

لومړۍ ماده د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده چې غړي هیوادونه سره ژمنه کړي تر څو له هر ډول هستوي ازمایښتونو او هستوي چاودنو څخه کار وانخلي. ددي معاهده په اساس غړي هیوادونه سره ژمن شوي تر څو له هر ډول هستوي ازمایښتونو څخه په خپل خاوره او قلمرو کې پرهیز وکړي.

د ملل متحد سازمان عمومي مجموعه کې د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده په (A/RES/50/245) د ۱۹۹۶ میلادي کال د سپټمبر په ۱۰ نیټه تصویب شوي ده.

د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده CTBT د ۱۹۹۶ میلادي کال د سپټمبر په ۲۴ نیټه د امریکا په نیویارک ښار کې د غړي هیوادونو تر منځ لاسلیک شوه. چې په دي سره د کال تر ورستیو پوري ۱۳۸ هیوادونو لاسلیک کړه.

دا معاهده یوه مقدمه ۱۷ مادي یو پروتوکول او دوه ضمایم لري، د یولسمې مادي په اساس د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده به تر لازم وخت پوري د هیوادونو پر مخ خلاصه وي تر څو یې لاسلیک کړي.

۱۶ – د بیولوژیکي وسلو کنوانسیون (BWC)- ارغوان میرزاده

دا کنوانسیون چې په رسمي توګه د بیولوژیکي او سمي وسلو د پراختیا، تولید او ذخیره کولو او ددي وسلو د تخریب د منع کنوانسیون په توګه پیژندل کیږي. لومړی د خالي سلاح کیدو پیمان چې څو اړخیز وو او دا ټولي وسلې یې ممنوع او د تخریب حکم یې صادرکړ.

دا کنوانسیون چې د جینوا د خالي سلاح کمیټي په کنفرانس کې تر مذاکري لاندي ونیول شوو چې په ۱۹۷۲ میلادي کې د اپریل په ۱۰ پیل او د ۱۹۷۵ میلادي کال د مارچ په ۲۶ یې په کار پیل وکړ.

د بیولوژیکی وسلو کنوانسیون د نړیوالي ټولنې د هڅو له اساسي موخو څخه وو چې د ډلیزو وژنو د وسلو په وړاندي جوړ شوی ده دا کنوانسیون چې تقریبآ ۱۷۸ هیوادونه یې غړي او ۶ هیوادونو لاسلیک کړی ده، نړیوال غړیتوب یې خپل کړ، روسیي فدراسیون، بریتانیا، شمالی ایرلنډ او امریکا متحده ایالات د ضامن کونکو په توګه ددي کنوانسیون مسولیت په غاړه لري.

د بیولوژیکي وسلو د کنوانسیون موخه:

دا کنوانسیون د یو اساس په توګه د خالي سلاح کولو څو اړخیزه رژیم ده او موخه یې له بیولوژیکي او سمي وسلو څخه د نړۍ خلاصون ده.

په ۱۹۲۵کال کې د جینوا پروتکول د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو استعمالول بند کړل چې دا لومړنی څو اړخیزه پیمان وو چې ډلیزي وسلې یې غیر قانوني یا منع اعلان کړي.

۱۷ – کیمیاوي وسلې – فرنګیس پردیس

کیمیاوي وسلې یا عاملین یې عبارت له هغه ابرازو یا موادو څخه دي چې له فزیکي حالت پرته په نظر کې نیولو څخه (ګاز، مایع او جامد حالت) ولري. نو بنآ په انسانانو، حیواناتو او نباتاتو باندي دا وسلې کار شوي او خپلي سمي اغیزي یې هم درلودلي دي او د مړینې ، دایمي او یا هم د موقتي ناتوانیو باعث شوي.

۱۸ – د کانونو چارې – نسیم مهدوي

کانونه د افغانستان له ملي شتمنو څخه ګڼل کیږي چې خوشبختانه افغانستان د طبیعي منابعو له اړخه ډیر غني هیواد دي. خو متاسفانه در هیواد ځیني کانونه د مافیایې کړیو، غیر مسؤل وسلوالو او محلي زورواکو په کنټرول کې دي چې په بیلابیل ډول یې نورو هیوادونو ته قاچاق کوي. همدارنګه په افغانستان کې ډیری نور طبعي منابع هم شتون لري چې متاسفانه د دولت لخوا ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوي. د مثال په توګه د هلمند ولایت په خانشین او یا هم د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالی په فرنجل سیمه کې د یورانیمو او توریمو کانونه شتون لري چې په اقتصادي او امنیتي لحاظ ډیر مهم دي. په داسي حال کې چې دا ډول منابع له خپله ځانه راډیواکټیف وړانګې خپروي او د سیمي خلکو ته ضرر رسولای شي نو باید جدي تدابیر یې ونیول شي

Documents

د ولایتي زونونو تخنیکي او تخصصي کارکونکو ته د هستوي ټکنالوژۍ د اساساتو، تطبیقاتو او مقرراتو روزنیز پروګرام

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته