د پروان ولایت د روغتیایې مرکزونو د اکسري ماشینونو ثبت او راجسټر

aaehc-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۴:۵۳
ثبت و راجستر سیزده پایه ماشین اکسری در مراکز صحی ولایت-پروان

د بامیان زون د هستوي انرژۍ ادارې امریت په کال ۱۳۹۸ هـ ل کې د انسانانو په روزمره ژوند کې د هستوي موادو سولیزې کارونې، د ایونایزونکو وړانګو د ماشینونو ثبت، له مضره وړانګو څخه د خلکو او ټکنیشن کارانو ساتنه، ایونایزونګو ماشینونو ته د جواز ورکول، د راډیواکټیف موادو له قاچاق څخه مخنیوی، د راډیواکټیف پاته شنو خښول او د نوموړو ماشینونو د ساتن ځایونو اسټنډرډولو په برخه کې په رسمي توګه په کار پیل وکړ.

 

د بامیانو زون امریت له خپل کاري پلان سره سم دا ځل د پروان ولایت په ۱۲ روغتیایې مرکزونو کې له ۱۳ پایې اکسري ماشینونه څخه لیدنه، ثبت او راجستر کړل. دا امریت به د زون په سطحه د ۱۴۰۰ هـ ل کال په څلورو ولایتونو کې (بامیان، پروان، میدان وردک او دایکندي) خپل کارونه پیل کړي دي.

د یاد زون کارکونکو دا ځل پروان ولایت ته سفر کړی وو او د پروان له والي ښاغلي فضل الدین عیار او دیارلسو دولتي ادارو له مسئولینو سره لیدنه وکړه. د پروان والي او دولتي ادارو مسئولینو د ښه راغلاست تر څنګ ددي ادارې ایجادول وستایل او د هر ډول همګارۍ ژمنه یې وکړه.

د بامیان د هستوي انرژۍ امریت په یاد سفر کې په ۱۲ روغتونونو کې ۱۳ پایې د اکسري ماشینونه ثبت او راجستر کړل او ټکنیشن کارانو ته د X وړانګو په اړه او همداراز د ماشینونو د نصب خونو او دروازو کې د دوز مقدار اندازې چک په اړه معلومات او عامه پوهاوی ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته