د اټومي انرژي عالي کمیسیون په تالار کې د لومړنیو مرستو په اړه پروګرام جوړ شو
د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون په تالار کې ددي اداري کارکونکو ته د عامي روغتیا وزارت په مرسته د لومړنیو مرستو پروګرم جوړ شو. ددي پروګرام موخه د لومړنیو مرستو په اړه پوهاوی وو چې ډاکتري کبرا پناهي او عابده جعفري د ټولو صحي مراقبتونو او لومړنیو مرستو په اړه چې د خلکو د ساتنې او د ژوبل شوي خلکو د صحي وضعیت د کنټرول په موخه په عملي او نظري ډول معلومات او پریزینتیشن وړاندي کړ.
په دي پروګرام کې په څلورو موضوع ګانو باندي خبري وشوي:
الف: د لومړنیو مرستو موخې
ب: د پیښو سره د مخامخ کیدلو اصول
ج: د مرسته کونکې خوصوصیات
د: د کمک کونکې دندي
په دي پروګرام کې د اتومي انرژي عالي کمیسیون معاون ښاغلي زاهدالله زاهد او همکارانو ګډون کړی وو او د لا همکاریو غوښتنه یې وکړه.