په هستوي انرژۍ اداره کې د معلولینو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

aaehc-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۴:۴۶
تجلیل از روز جهانی معلولین  در اداره انرژی هستوی

د ډسامبر دریمه چې د لیندۍ میاشتې له دیارلسمې سره سمون خوري د معلولینو نړیواله ورځ ده، دا ورځ له ۱۹۹۲ میلادي کال را په دي خوا دا ورځ د نړیوال سازمان لخوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.  د دي ورځې لمانځل د ملولینو مربوطه قوانینو څخه د حمایت په موخه تر سره کیږي. نړیوال سازمان ددي ورځې لمانځلو په سیاسي، ټولینزو، اقتصادي او کلتوري برخه کې، د معلولینو لاسته راوړنې ننداري ته واړندي کیږي. نړیوال سازمان د معلولینو نړیوالې ورځې په خاطر هر کال یو موضوع د شعار په توګه اعلانوي، او بیا د کال تر پایه د نړۍ هیوادونه د معلولینو په برخه کې خپل فعالیتونه تر سره کوي.

د هستوي انرژۍ ادارې عمومي رئیس محترم ډاکټر طاهر شاران د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرې وکړي او زیاته یې کړه افغانستان په دي برخه کې له زیانمنو هیوادونو له ډلې څخه دی، افغانستان یو میلیون تنه معلولین لري چې په دي سربیره هر کال تر لس زره نور کسان هم په مربوطه ادارو کې په ثبت رسیږي.

ښاغلي شاران زیاته کړه څوک چې معلوله دي د افغانستان په ټولو وګړو حق لري او د دولت له رهبرۍ یې غوښتنه کړه چې  په لوړه سطحه دي معلولین د دولت په پالیسۍ کې په نظر کې ونیول شي.

هغه زیاته کړه په ورستیو کلونو کې د جنګونو په پایله کې، د معلولیت ګراف هم مخ په لوړ روان ده د یادولو وړ ده چې له ۳ تر ۵ سلنې خلک په افغانستان کې له معلولیت څخه رنځ وړي، چې عمده عامل یې: جنګ، ناروغۍ، پیښې، ولادي افتونه یا تشویش او د باردارۍ په دوران کې د میندو سخت فعالیتونه دي. د بشري حقونو مستقل کمیسیون او د اداري اصلاحاتو کمیسیون د معلولینو د استخدام د اسانتیاوو په برخه کې  کړنلاره په نظر کې نیولي ده او په افغانستان کې د معلولینو  د امتیازیاتو او حقوقو د قانون پا اساس د دولت ۳ سلنه کارکونکې باید معلولین وي.

ډاکټر شاران وویل د معلولینو له اساسي ستونزو څخه یو هم معلولینو ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې د زمینې نه شتون دی چې متاسفانه په دي برخه کې ډیري ستونزي شته چې په خپل وار سره ددي لامل کیږي چې معلولین له ښو فرصتونو څخه محروم پاته شي.

د پروګرام په دوام کې د جندر امرې اغلې عزیزه بزګر په افغانستان کې د معلولینو په ستونزو خبري وکړي او وویل په افغانستان کې معلولین له ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.

د کارمندلو په برخه کې ستونزې: په افغانستان کې د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو له قانون سره سم، په اداراتو کې دری سلنه کسان باید معلولین وي، خو د ځینو دلایلو لکه تبعیض، اداري فساد، د ټولنې د پوهاوي سطحې ټیټوالی په خاطر دا قانون تر دي دمه په سمه توګه نه دي عملې شوی.

حمل و نقل یا تګ راتګ ستونزې: د معلولینو یو له اساسي ستونزو څخه ده چې په ټانسپورټ برخه کې معلولین ورسره لاس او ګریوان دي.

د ټولنې د وکړو چلند: په ورته برخه کې د خلکو ناپوهې او له معلولینو سره ناسم چلند هغه څه دي، چې معلولین په ټولنه کې ځان ډیر کم ښکاره کړي، د دولت او خلکو نه پاملرنه ددي باعث شوي چې معلولین په خپل ځان بې باوره شي او ځان ورته په ټولنه کې ناتوانه ښکاریږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته