خبړتیا
د تدارکاتو قانون ۴۳ مادې د دوهمې مادې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د هستوي انرژۍ اداره په پام کې لري تر څو د ۱۵۰۰۰ لیټره عادي پطرول تیلو د تدارکاتو پروژه او ۱۵۰۰ لیټره ډیزل تیلو د شرکت خدمات لوژستیکی حدیث میلاد له شرکت سره چې د ۵۶۱۵۸ شمیرې جواز لرونکی ده د ۸۵۵۰۰۰ اته سوه پنځه پنځوس زره افغانۍ باندي قرارداد وکړي. ټول هغه حقیقي او حکمي کسان، دولتي او غیر دولتي ارګانونه چې په دي اړه هر ډول نیوکه لري، کولای شي خپله نیوکه د اعلان له نشر څخه تر اوو ورځو پوري په کتبي توګه سره له دلایلو د هستوي انرژۍ ادارې د تدارکات آمریت ته چې په پنځمه ناحیه کې د مرکزي سیلو تر څنګ قرار لري د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره وړاندي کړي