د افغانستان د اټومی انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس ښاغلي طاهر شاران د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتو موسسي په اوه ویشتمه اونیزه غونډه کې خبري وکړي

aaehc-af
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۸:۰
گزارش اشتراک و سخنرانی دکتور طاهر شاران رئیس عمومی بورد اجرائیوی و تخصصی کمیسیون عالی انرژی اتمی در بیست و هفتمین "نشست علمی و تحلیلی هفته‌وار" در مرکز موسسه مطالعات حقوقی و سیاسی افغانستان

د غبرګولي دوهمه د پنجشنبي ورځ، د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصی بورډ عمومي رییس ډاکتر طاهر شاران د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتو موسسي مرکز په اوه ویشتمه اونیزه علمي او تحقیقاتي ناسته کې ګډون وکړ، او د ساینس او دوامداره پرمختګ په اړه یې معلومات وړاندي کړل.

په دي ناسته کې ښاغلي طاهر شاران د ساینس ارتباطات او دوامره پرمختګ، د پرمختللو او یا هم د پرمختګ په حال کې هیوادونو د پرمختګ عوامل، د ساینس او تکنالوژي په برخه کې د پانګونې اړتیا، اقتصادي رشد او دوامداره پرمختګ په برخه کې د ساینس او تکنالوژي اهمیت، د ساینس او د افغانستان اټومي انرژي اداري ته لنډه کتنه، څیړنیزو او تحقیقي کارونو اهمیت د هیواد په علمي او اکاډمیک برخه کې، د ساینسي علومو په برخه کې د دولت د مشخص برنامو نه درلودل او همداراز د موجوده ستونزو په اړه یې فهرست وار خبري وکړي.

لومړی: ساینس او دوامداره پرمختګ

ډاکتر طاهر شاران د دوامداره پرمختګ مفهوم د هیوادونو تدریجي رشد او پرمختګ او د فقر او نابرابر راکمولو په برخه کې، د ټولینز عدالت تامین، متوازن انکشاف او دوامداره ترقي په اړه خبري وکړي او دا موارد یې د هیوادونو د پرمختګ او عدم پرمختګ د سنجش معیارونه وبلل. ډاکتر طاهر شاران په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې غربې هیوادونه او همداراز ځینې اسیایې هیوادونه لکه جاپان، سنګاپور او جنوبي کوریا وکړای شول، چی نسبي رفا، ټولنیز عدالت او د ښه سیاسي قدرت څخه برخورداره ووسي او د پرمختللي هیوادنو له جملي څخه دي او هغه هیوادونه چې په دي لاره کې دي اهدافو ته د حرکت په حال کې دي، شمالي افریقا، شرقي اروپا او اکثره منځنې ختیځ هیوادونه چې د اوسمهال د پرمختګ په حال کې دي، خو متاسفانه افغانستان، سومالیا، اګواندا او بنګلدیش چې تر دي دمه یې په دي برخه کې کوم ګامونه نه دي اخستي د کم توسعه هیوادونو له جملي څخه بلل کیږي.

ښاغلي شاران ددي مواردو سربیره د پرمختللو هیوادونو او د پرمختګ په حال کې هیوادونو یو مهم عامل د ساینس او تکنالوژي په برخه کې د پانګونې ته پاملرنه ده، شاران ساینسي او تکنالوژیکي علوم په څلورو برخو کې یو له بل سره تړلي بولي. 

1. د ساینس او تکنالوژي په برخه کې د پیاوړيو او متخصصو کسانو روزنه: کله چې هم د د پرمختللي هیوادونو تاریخ ارزونه کوو، اکثره د دوی ډیری پانګونه د ساینسي او تکنالوژیکي علومو په برخه کې کوي او دا د هیواد د پایداره پرمختګ او اقتصادي رشد اساسي رول لوبوي، د متخصصو کسانو روزنه او په علمي او تحقیقي نهادونو د توسعي په حال کې، د هیوادونو له لومړیتوبنو څخه شمیرل کیږي چې په دي برخه کې د ساینسي او تکنالوژیکي علومو ځای له خاص اهمیت څخه برخمن دی.

2. د ساینس په برخه کې د موثرو څیړنیزو او تحقیقاتي مرکزونو د جوړښت رامنځته کول: د ساینسي او تکنالوژيکي علومو ته د لاسرسي یوه لار د مډرنو تحقیقاتي او څیړنیزو مرکزونو د ساختار جوړښت ده، چې نن ورځ ډیری پرمختللي او یا هم د پرمختګ په حال کې هیوادونه په تحقیقاتي او څیړنیزو مرکزونو جوړښت ته ډیره پاملرنه کوي او په دي برخه کې یې ډیره پانګونه کړي ده.

3. دوامداره او پوره تخصصي بودیجه: له شک پرته لوی علمي او تحقیقاتي کارونه یوي لوي بودیجي ته اړتیا لري، که څه هم علمي او تحقیقاتي کارونه ډیر ژر کومه ښکاره نتیجه نه لري خو په اوږدمهال کې کولای شي د اقتصاد په وده او دوامداره پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

4. د ساینس او تکنالوژی لپاره د استراتیژیکو پلانونو او ملي پالیسي درلود: دولتونه باید و ساینس او تکنالوژي ته د لاسرسي په موخه لنډمهاله او اوږدمهاله برنامي، پلانونه او پالیسي طرحه کړي خو متاسفانه په افغانستان کې د ساینس او تکنالوژي په برخه کې د استراتیژیک او ملي پالیسیو ځای خالي ده او تر اوسه په دي برخه کې کومه منسجم پلان او پالیسي شتون نه لري.

دوهم:  اقتصادي رشد او دوامداره پرمختګ کې د ساینس او تکنالوژي اهمیت:

د ساینس نقش د بررسي په اساس د پرمختللو هیوادنو او د پرمختک په حال کې هیوادونه لکه چین، هند افغانستان هم و دوامداره پرمختګ ته د ساینس په برخه کې پرته له پانګونې څخه بله لار نه لري او یوازي په ساینس او تکنالوژۍ باندي تمرکز کولای شي، د طبیعي سرشارو منابعو او هغه ظرفیتونه چې خدای زمونږ هیواد ته ورکړي کولای شو چې د هیواد د اقتصادي رشد او دوامداره پرمختګ لپاره استفاده تري وکړو خو متاسفانه باید ووایو افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه ده چې د ساینس او تکنالوژي په برخه کې کومه مشخصه برنامه یا پالیسي نه لري او د ساینس رول د هیواد د پرمختګ په پلانونو کې بیخي کمرنګه ده او کله خو هم بیخي په هیڅ حساب وي. په تاسف سره باید ووایو چې علمي او اکاډمیک بنسټونه او مرکزونه، ادارات او د وزارتونو مختلف برخي چې موخه یې علمي تحقیقونه وي ډیر ضعیف عمل کوي او ډیری د کار نه وي او همداراز هیڅ ډول اړیکي او په خپل  منځ کې هیڅ ډول هماهګي نه لري.

په داسي حال کې چې پرمختللي هیوادونه د ژوند په بیلابیلو برخو کې له ساینس او تکنالوژۍ څخ استفاده کوي د مثال په ډول په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړیوالو دوامداره پرمختګ اهداف چې چاپ شوي، پکي د فرهنګ کلیمه ۵ او د ساینس کلیمه ۱۰ او د تکنالوژۍ کلیمه۳۵ ځله تکرار شوي چې دا خپله د ساینس او تکنالوژي پرمختګ په نړۍ کې ښي.

دریم: د ساینس او تنکالوژي په برخه کې د پانګونې اړتیا:

د هیوادونو د اقتصادي رشد او دوامداره پرمختګ په برخه کې د ساینس او تکنالوژي اهمیت په نظر کې نیولو سره باید دولتونه په علمي نهادونو، مربوطه وزارتونو ته خاصه پاملرنه وکړي، پرمختللي هیوادونه او یا هم د پرمختګ په حال کې هیوادونه کلنۍ ډیره بودیجه دي برخي ته ځانکړي کوي او د دي لاري په ډیرو تحقیقاتي او عملي پروژو په بیلابیلو برخو کې لکه صنعت، طب، انرژي او بریښنا، زراعت، کانونه، چاپیریال ساتنه او نورو ډیرو بنیادي برخو کې تواندیدلي چې خپل اقتصاد پیاوړی او قوي کړي د مثال په ډول پرمختللي هیوادونه کلنی ۲۰۰ ډالره في نفر د ساینس او تکنالوژي په برخه کې پانګونه کوي چې د پرمختګ په حال کې هیوادونو کې دا اندازه ۵ ډالره ده. د جاپان او جرمني په شان هیوادونه د ۱۹ پیړۍ له اخیره د ساینس او تکنالوژي په برخه کې د پانګونې منظم پالیسي په لاس کې لري او همداراز تایلنډ، سنګاپور او جنوبي کوریا د ۲۰ پیړي په منځ کې په ساینس او تکنالوژي کې پانګونه کړي، په دي ورستیو کې چین هم شخصي برنامي او پالیسۍ د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې رامنځته کړي دي په کال کې د (۷۰-۸۰) پوري نړیوال علمي کنفرانسونه هم په چین هیواد کې جوړوي.

څلورم: ساینس او د اټومي انرژي اداري ته لنډه کتنه:

ډاکتر طاهر شاران په دي برخه کې زیاته کړه چې په لومړي ځل په ۱۹۴۲ میلادي کال کې د ساینس پوهنځۍ د کابل په پوهنتون کې رامنځته شوه او وروسته په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د فزیک، ریاضیات، کیمیا او بیولوژي په برخه کې مشخصي څانګې رامنځ ته شوي او دا هغه وخت وو چې انشتین تیوري خپل خاص نسبیت لیکلی وو او په عام کولو یې کار کیدل. همداراز په ۱۳۶۹ میلادي کال کې د شوروي هیواد په مرسته په کابل ښار کې د پولي تخنیک پوهنتون جوړ شو. په داسي حال کې چې تر دي دمه د ساینس پوهنځۍ یوازي د هیواد په څو ولایتونو کې لکه کابل، بلخ، هرات او ننګرهار پوهنتونونو کې فعالیت لري. خو متاسفانه په دي پوهنتونو کې د ساینسي علومو تدریس له چندان کیفیت څخه نه دی برخمن او همداراز د یو مجهز لابراتوار درلودونکې نه دي سربیره پر دي څو نوري اداري هم ساینسي فعالیتونه تر سره کوي لکه: د جیولوژي سروي اداره، علوم اکاډمي، د چاپیریال ساتنې ملي اداره،د نورم او استندرد ملي اداره. د اټومي انرژي عالی کمیسیون او د زارعت وزارت د بادام باغ لابراتوار.

شاران په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان له لومړیو هوادونو څخه ده چې په ۱۹۵۷ کال کې یې د نړیوال اټومي اژانس غړیتوب تر لاسه کړی وو او خوشبختانه په هغه وخت کې د اژانس په مرسته په علي آباد روغتون کې د راډیوتراپي مرکز په کابل پوهنتون کې د هستوي فزیک یو کوچنی لابراتوار جوړ کړل خو متاسفانه د جنګونو په دریو لسیزو کې د افغانستان روابط له نړیوال اژانس سره په بشپړه توکه پري کړل.

په ۶۰ لسیزه کې کله چې په کابل پوهنتون کې د اټومي فزیک څانګه له ډیر څنډ وروسته یو ځل بیا په کار پیل وکړ او د طالبانو له دوران څخه وروسته د اټومي انرژي فعالیتونه د چاپیریال ساتنې ملي اداري په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ تر څو په ۲۰۱۰ لسم میلادي کال کې د مرحوم پوهاند ډاکتر عبدالحی نظیفي په هڅو د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د پخوانې ولسمشر جناب حامد کرزي د حکم په اساس تاسیس شوه.

د اټومي انرژي عالي کمیسیون له رامنځته کیدو سره سم د دوهم ځل لپاره له نړیوال اټومي اژانس او ملي او نړیوالو سازمانونو سره روابط رامنځ ته شول او دا اداري د قوانینو تدوین، مقرارت او د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي د حفاظت طرزالعملونه او همداراز د هیواد  په کچه د هستوي فعالیتونو نظارت، ایونایزونکو دستګاو ته د جوازونو ورکول، د مضره وړانګو څخه د چاپیریال او افرادو حفاظت او مصونیت، د راډیواکټیف توکو قاچاق او کارول په تروریستي فعالیتونو کې او همدارنګه د هستوي فاضله موادو دفن ددي کمیسیون له کارونو څخه دي.

همداراز ښاغلي شاران زیاته کړه چې په اوس وخت کې سربیره په دي کارونو په څو نورو تحقیقاتي پروژو هم د صنعت په برخه، د اوبو او انرژۍ، زراعت، کانونو او د افغانستان په راډیولوژیکي وضعیت باندي کار دوام لري او دا اداره د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د استعمال د منع مسولیت هم په غاړه لري. 

پنځم: د هیواد په علمي او اکاډمیکو نهادونو کې د څیړنیزو او تحقیقاتي کارونو اهمیت:

له شک پرته تحقیقاتي او څیړنیزو کارونو اهمیت د هیڅ چا لپاره خاص نه دي، په نن عصر کې د هیوادونو د توسعي او پرمختګ د علمي او اکاډمیکو نهادونو له تحقیقاتي او څیړنیزو نتایجو څخه ده، تاسو پوهیږي چې د پرمختللو هیوادونو د علم د تولید میزان د پرمختګ په حال کې هیوادنو په پرتله ډیر په لوړه کچه ده او همدا شان په نورو تولیداتو او تجارتي مالونو کې هم همدا شان ده.

شپږم: ستونزي او حل لاري یې:

ډاکتر طاهر شاران د ساینس او تکنالوژي په برخه کې ستونزو ته هم اشاره وکړه او وویل: متاسفانه په ښونځیو او پوهنتونونو کې د ورځنې نصاب نه درلودل، د لابراتواري امکاناتو او تجهزاتو نه درلودل، د اموزشي او تحصلي سطحي ټیټوالی، په ښونځیو او پوهنتونو کې د ساینس د ظرفیت د کیفیت د ارتقا لپاره د ملي برنامو نه درلودل، د متخصصینو د جزب په برخه کې د دولت بي علاقمندي، او په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې پیچلی سیستم یو له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي.

شاران زیاته کړه دا ټولې ستونزي سره یو ځای شوي او د یو دوامداره ساینسي پرمختګ مخه یې ډب کړي او دا ټول یې د مسلکې مدیریت ضعف وبلل، د متخصصي نیرو کموالی، د استراتیژیک توسعوي پلان نه درلول، او څیړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو ته د اخصاص شوي بودیجي نشتون دا ټول هغه ستونزي دي چې د ساینس او تکنالوژي مخه یې ډب کړي، یوازنۍ لاره چې دا ټولي ستونزو ته د حال لاره پیدا کړي هغه دادي:

لومړی د ټولو علمي او اکاډمیکو مرکزونو، ادارات او شته وزارتونه چې د ساینس او تکنالوژي په برخه کې فعالیت کوي دقیقه او هر اړخیزه مطالعه تر سره شي، او وروسته یوه ډله متخصصین د ساینس او تکنالوژي په برخه کې د ملي پالیسي په تیارولو کې اقدام وکړي او په دي لويو پالیسیو کې باید دهیواد انساني او طبیعي منابع په ډیر دقیق ډول سره وسنجول شي او همدارنګه د مربوطه مرکزونو او ارګانونو روابط په ښه ډول سره ترسیم او د هغوۍ نقش د دوامداره پرمختګ په برخه کې په مشخص ډول تعیین شي.

ښاغلي شاران د نړیوالو همکاارانو رول هم مهم وباله او وویل: نړیواله ټولنه او د افغانتسان مالي ملګري باید د ساینس او تکنالوژي په برخه کې خاصه توجه ولري او په دي برخه کې سرمایه ګذاري د خپلو کارونو له لومړیتوبونو څخه وګڼې. انکشافې برنامي باید له انجوي حالت څخه بهر شي او په علمي تحقیقاتي برخو کې د ساینس او تکنالوژۍ د مرکزونو په پیاوړی کیدلو بدل شي.

د ښاغلي شاران په وینا ډیری هیوادونه د ساینس او تکنالوژي په نامه وزارتونه لري خو افغانستان مخکې له مخکې دي وزارت ته اړتیا لري باید د جمهوري ریاست تر ریاست لاندي یوه کمیټه په مشخص ډول رامنځته شي تر څو په دي برخه کې فعالیت وکړي.

دا کمیټه د مشخصو پالیسیو سربیره د ساینس او تکنالوژي په برخه کې هم کولای شي د اداراتو او مرکزونو تر منځ منظم ارتباطات او د همکارۍ زمینه برابره کړي او د هیواد د اولویتونو سربیره تحقیقاتي او څیړنیز پروژي اقتصادي حمایت او پشتباني وکړي. هغه لومړنۍ مطالعه چې ده تر سره کړي و دي نتیجي ته رسیدلی چې د حکومت رهبرۍ د خاصي پاملرنې په صورت کې، د اټومي انرژي عالي کمیسیون نسبت د نورو دولتي نهادونو په پرتله ددي کمیټي ښه ظرفیت لري او په دي برخه کې خاصه پیاوړي کادرونه او متخصصین لري.

د یادولو وړ ده چې ددي علمي ناستي په پای کې د ګډون والو له خوا پوښتني وشوي او ښاغلی شاران ددوی سوالونو ته جوابونه ورکړل او همداراز د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتي موسسي رییس ښاغلي مسعود ترشت وال د شاران او میلمنو ګډون څخه په دي پروګرام کې مننه وکړه او ویي ویل د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتو موسسه د علمي استقلالیت، د ټولنې د څیړنیزو اړتیاوو تامین، د ستونزو پیژندل او په دي برخه کې د فرصتونو برابرول د مطالعاتي مرکز یو له اساسي اهدافو څخه وبلل او په دي برخه کې یې وعده وکړه چې دا موضوعات به د ۲۰۰۰ ګڼو په اندازه په چاپ رسوي او وروسته به یې ټولو وزارتونو، دولتي او خصوصي اداراتو او د هیواد علمي او څیړنیزو نهادونو ته رسوي.

په پای کې د ښاغلي ترشت وال له خوا ډاکتر طاهر شاران ته مننلیک هم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته